اوسنيو خلکو څخه د ژوند اصلی هدف ورک دی. نژدې ټول خلک د يوه هوسا ژوند د رامنځته کولو په هڅه کې دي. د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کول، د يوه کور لرل، د يوې کورنۍ جوړول، او د يوې ښې دندې پيدا کول هغه ارزښتونه دي چې هر يو يې غوښتنه کوي. په دغه هوسا ژوند کې نغښتې تر ټولو مهمه موخه د داسې لارو چارو پيدا کول دي چې په مرسته يې وکولی شي ښه ژوند رامنځته او خپل ماشومان په ښو شرايطو کې لوی کړي.
زه به يو څو نورې بېلګې هم وړاندې کړم چې دا مطلب، چې زموږ ټولنه يې تر اغېز لاندې راوستلې ده نور هم روښانه شي:
د زياتره خلکو لرليد ډېر لنډ وي. هغوی ته د ورځني ژوند مانا دا وي چې د ټيليويژن د يوه ټاکلي پروګرام او يا د يوه مشهور سينمايی فلم وخت ترې تېر نه شي. همدا ډول هغوی ته د ژوند مانا له نورو سره په بېلابېلو بنډارونو کې د وخت تېرول دي.
يوه ډله بيا د يوه کاروبار په فکر کې ډوبه وي. ټول ژوند يې د کور او دفتر ترمنځ په تګ او راتګ کې تيريږي. يو سړی چې خپله دنده له څو ويشتو کلونو څخه پيل کړي بيا د عمر تر څلويښتو کلونو پورې پکې بوخت وي. او په دې وخت کې بيا هغه زياتره د جمعې ورځې ته سترګې په لار وي. د هغوی هيله دا وي چې په څه ډول وکولی شي مياشتنۍ ماليه پرته له ستونزو ادا کړي، د ځای کرايه څنګه پيدا کړي او په څه ډول د خپلو ماشومانو راتلونکی خوندي کړي. يوه کورنۍ او يا نړيواله پېښه په سختۍ د هغوی پام ځانته را اړولی شي. يوازې هغه پيښې چې سوداګرۍ ته يې زيان رسوي هغه ته د پام وړ دي. پرته له دې چې خپله هم لږ فکر پرې وکړي، له روانو حالاتو سره (چې هر ډول وي) توافق کوي. يوازې هغه حالات يې خواشينی کوي چې کاروبار يې وننګوي. په داسې حالاتو کې بيا نورو ته د خپلو انديښنو د ښکارولو په موخه د ټيليويژن پر پرده د خبرو اترو په پروګرامونو او يا په نورو ناستو کې برخه اخلي او تر سهاره لګيا وي خو هېڅ ډول جوړجاړي او يا کومې پايلې ته نه رسيږي. سبا خپله نوې ورځ بيا په همدې ډول پيلوي.
ځوانانو هم خپل هدف ورک کړی دی او له هغو بنسټيزو فکتورونو بې برخې دي چې بايد د ژوند اصلي مانا ورته جوته کړي. زياتره ځوانان ان د خپلو هېوادونو مشران نه پېژني او د هغوی له سياسي تګلارو، او پر ملي دفاع، اقتصاد، او پوهنيز او قضايي سيستم د دې تګلارو له اغيز څخه ناخبره دي. له سترو نړيوالو پېښو او پرمختګونو څخه ناخبره وي خو يوې بې ګټې او بې ارزښته مسالې ته په زړه کې ځای ورکوي. دا کار له هغوی څخه هغه لرليد اخلي چې په مرسته يې کولی شي د نړيوالو پيښو اهميت درک کړي. د دې ځوانانو روغبړ يوازې د کمپيوټري لوبو، په انټرنيټ کې چټ او له جنو سره د نېټو کېښودل، د ښونځي د ورځنيو پېښو، په ازموينه کې نقل، د اونۍ د پای لپاره د يوه مهال ويښ د جوړولو، ښو جامو او د فوټبال لوبې پورې رالنډ وي. د يوې مجلې په سرويې کې چې زلميان يې له ژوند څخه د هغوی د وروستي هدف په اړه پوښتلي وو، د يوه مشهوره ماډل په څېر ښکاريدل او يا د يوه مشهوره ګيتار غږونکي په څېر د ګيتار غږول، هغه ځوابونه وو چې تر ټولو لومړي راغلل.
په ژوند کې د يوه هدف نه درلودل او له نورې نړۍ بې خبري د انسان لپاره يو ګواښ دی. خو پرته له هغو خلکو چې يو ځانګړی دريځ لري، زياتره په هغو نظرياتو پسې روان وي چې له رښتينو ارزښتونو څخه بې برخې وي او بشر ته زيانمن او له خطره ډک دي. دا په دې چې د زيان رسونکو نظريو خپرونکي ډير داسې کسان پيدا کوي چې له هغه لرليده بې برخې دي چې دغو نظريو څرګندونه پري وکړي. له دې امله هر ډول انګېرنه پرته له يوه شخصي کره کتنې قبلوي.
په يوه آيات کې الله پاک لاندې ډول د خلکو بې هدفي ته اشاره کوي:
پرېږده چې وې خوري او ګټې تر لاسه او اوږدې هيلې يې ښه بوخت وساتي، ډېر ژر به پته ورته ولګيږي. (سورة الحجر: ۳)
بې له شکه انسان لپاره داسې لارې چارې شته چې کولی شي د داسې حالاتو مخنيوی پرې وکړي: انسان بايد تل پام وکړي چې يوازې د خپل ژوند د پرمخ بيولو ليواله نه دی او نه يوازې خپل ځان لپاره ژوندی دي. د دې کار لپاره بايد خلکو ته داسې مفکوره ورکړل شي چې هدف يې د نورو خلکوخدمت دی نه يوازې خپل. هغوی بايد نه يوازې خپلې ځاني او په خپل هېواد پورې اړوندې ستونزې په نظر کې ونيسي بلکې د ګردې نړۍ پر ستونزو اندېښنه وښيي. هغه دين چې الله پاک د خلکو لپاره ټاکلی دی او په قران پاک کې يې بيان کړی دی همدا وروستی هدف موږ ته راښيي:
د يوه خالص مومن په توګه خپل مخ په کلکه د دغه دين پر لور ودروه، د الله ج هغه فطرت چې ټول خلک يې پرې پيدا کړي دي. د الله ج پاک پيدايښت هېڅ بدلون نه مومی. دا رښتنۍ دين دی خو زياتره خلک نه پوهيږي. (سورة الروم:۳۰)
نو پکار ده چې له دې هدفه ناخبرو خلکو ته دا وويل شي چې نړۍ د يوه پام وړ هدف لپاره جوړه شوې ده. په قران پاک کې الله پاک موږ د انسان په پيدايښت کې له پراته هدف څخه خبروي: "موږ انسانان او پېريان يوازې د دې لپاره پيدا کړي دي چې زموږ عبادت وکړي" (سورة الذاريات:56)
هر سړی يوه نه يوه ورځ مري. بيا د هغه رښتينی او تلپاتې ژوند پيليږي. د دې نړۍ له ژوند څخه هدف له ځانه د يوه داسې شخصيت جوړول دي چې الله پاک ترې راضي وي او په جنت کې ځای ورکړي. د هر سړي اخلاق، چلند او عقيده به دا څرګندوي چې خپل تلپاتې ژوند په اور کې تېروي او که د جنت په باغونو کې. له دې امله لکه چې وينو دغه خلک خپل وخت او عمر له کوم سوچ پرته په بېکاره او بې ارزښته کارونو تېروي او چلند يې داسې دی لکه د هغوی په پيدايښت کې چې هېڅ موخه نه وي نغښتې. نو راځئ هغوی ژرترژره د هغه غفلت په وړاندې راويښ او راوپاروو چې د هغوی پر ژوند يې منګولې لګولي دي.
نو کله چې له خپل اصلی هدف څخه خبر شو چې په دې نړۍ کې د الله پاک د رضا، نعمتونو او جنت ګټل دي، هېڅکله به د هغو پېښو په وړاندې بې پرې پاتې نه شو چې د زموږ په شاوخوا کې ترسره کيږي. د بې عدالتۍ او ظلم په ليدو سره په چاپېريال او يا نړۍ کې به د درد او خواخوږۍ څېړيکې زموږ ضمير راويښوي. د بېلګې په توګه، موږ به بيا د هر يوه بې کوره ماشوم له حاله خبريږو چې په سختو حالاتو کې ژوند تېروي او د ژمي په سړو سرکونو او کوڅو کې يې عمر تېريږي. د الله پاک دې امر ته په اطاعت سره چې " پر يتيم غوصه مه کوئ او سوالګر مه رټئ (الضحی: ۹-۱۰) " موږ بايد له هغو سره ښه چلند وکړو. موږ بايد داسې لارې چارې ولټوو چې هغوی له دې ناوړه حالاتو وژغورل شي. که څه هم موږ خبر يو چې يوازې زموږ پر هلوځلو او د هغو کسانو چې د قران پاک له اوامرو سره سم عمل کوي دغه ماشومان په بشپړه توګه نه شي ژغورل کېدی. خو بيا به هم کوښښ کوو خپل اصلی هدف چې د قران پاک او د سنت ارزښتونه دي پخپلو خلکو کې خپاره کړو.